د ایرنا د خبر له مخې، د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچی د سلواغه په ٢٠مه نېټه د ایران د میتانول په شپږم سیمینار کې په دې خبرې سره چې بندیزونه باید مات شي، وویل: د بندیزونو د «بې اغیزه کولو» ماموریت عامه دنده ده.
هغه زیاته کړه: د بندیزونو لرې کول خبرو اترو ته اړتیا لري، مګر د اعظمي فشارونو په پالیسۍ کې نه. خبرې اترې د ضعف دریځ څخه نشي ترسره کیدی ځکه چې دا نور مذاکرات نه بلل کیږي او دا د تسلیمۍ بڼه ده، موږ هیڅکله په دې شکل د خبرو اترو میز ته نه ځو.
عراقچي په دې باندې په تاکید سره چې خبرې اترې باید هوښیارانه وي وویل: د ایران اسلامي جمهوریت هیڅکله له خبرواترو څخه نه دی وتلی او نه به وتل شي. د برجام تجربې وښودله چې امریکا خپل ژمنو ته متعهد نه دی او ایران به اجازه ورنکړي چې دا دروغ ژمنه تکرار شي. ایران نه غواړي له داسې هیواد سره خبرې وکړي چې په عین وخت کې د نویو بندیزونو سند لاسلیک کړي.
د پیغام پای/
Your Comment